ورزش

د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډله د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله په درې اړخېزه سياليو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه کوي.

دا په دې سیالیو کې د هېواد د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبغاړو دویمه لوبه ده، چې نن دوشنبه (د لړم ۲۸مه) ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د دې لوبډلې لوبغاړو او روزونکو تېره شپه دغې لوبې ته د چمتووالي په موخه غونډه وکړه.

د هېواد د کرېکټ له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.