نړۍ

د کړکېچ په جريان کې د چین او امریکا د اړیکو نوی پيل

د شينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لړم په ۲۶مه نېټه په پيرو کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ د غونډې په څنډه کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره دوه ساعته خبرې اترې وکړې.

دا غونډه د دواړو مشرانو تر منځ له اوو میاشتو ناندریو وروسته لومړنۍ خبرې اترې دي او دا په داسې حال کې ترسره شوې چې د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په ځانګړې ډول په سوداګرۍ، سایبر، تایوان او له روسیې سره د اړیکو په برخو کې اوج ته رسېدلی دى.

د رویټرز د راپور له مخې، شي جین پینګ په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د چین موخه تل له امریکا سره «روغ او باثباته اړیکې» دي او د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه: «چین چمتو دی چې د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو ساتلو، همکارۍ پراخولو او د توپیرونو د مدیریت لپاره کار وکړي.»

له بلې خوا جوبايډن ددواړو هېوادونو ترمنځ شته اختلافاتو ته په اشارې وويل چې ددوى خبرې تل صادقانه او روښانه وې؛ خو له توپيرونو سره سره بايد دواړه هېوادونه هڅه وکړي چې خپلې اړيکې د ثبات او پرمختګ پر لور وغځوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې ډونلډ ټرمپ به ډېر ژر د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او سپینې ماڼۍ ته به ننوځي. هغه مخکې ګواښ کړی و چې پر چینايي توکو به ۶۰ سلنه تعرفې ولګوي.

دغه تجارتي اقدام او د چین پر وړاندې سختو اقداماتو په بیجینګ کې اندېښنې راپارولي دي.

د يادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې پر امریکايي چارواکو د چین سایبر بریدونه، له روسیې د چین ملاتړ او د تایوان کړکېچ په اړه هم خبرې وشوې. له دې ټولو سره سره دواړو خواوو په نړیوالو مسایلو لکه د شمالي کوریا او د اقلیم د بدلون په برخه کې د ثبات او همکارۍ د ساتلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

شي جين پينګ وويل:« که دواړه هېوادونه يو بل ته د شريکانو او دوستانو په سترګه وګوري او ګډو ټکو ته پام وکړي، زموږ اړيکې د پام وړ پرمختګ کولای شي؛ خو که موږ په دښمنۍ کې ښکیل شو، نو اړیکې به مو له خطر سره مخ شي.»

دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې چين په لاتينې امريکا کې فعاله ډيپلوماسي پرمخ وړي او د سيمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا په لټه کې دی.

له بلې خوا امریکا هم په دې سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو غوښتونکې ده.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ وروستيو کړکېچونو او حساسو شرايطو ته په پام سره دغه غونډه ځانګړی اهميت لري او کولای شي په راتلونکو کلونو کې د چين او امريکا د اړيکو څرنګوالی وټاکي.