افغانستان په چټکۍ سره د کرېکټ په ډګر کې د تکړه بالرانو په هیواد بدلېدونکى دى. هر کال په هېواد کې د توپ اچونې په برخه کې نوي استعدادونه راڅرګندېږي او اوس ۱۸ کلن الله محمد غضنفر د کرېکټ نړۍ ته تازه ورپېژندل شوی دی.
نوموړي په دې وروستیو کې د شپږو ویکټو په اخیسلتو سره په شارجه کې په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې بنګله دېش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه.
د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان په لوبه کې په ۶.۳ آورونو کې په ۲۶ منډو د ۶ وېکټو په لاسته راوړلو خپلې فوق العاده کارکردګۍ د مینه والو او د کرېکټ د کارپوهانو پام ځان ته واړاوه.
په زړه پوری فعالیت
په همدې حال کې افغانستان په پرونۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه او د ٢-١٢٠منډو په توپیر په ښه حالت کې و. خو لوبې ته د غضنفر ننوتلو خپله لاره په چټکۍ بدله کړه. په یوه اوور کې یې درې وېکټې واخیستې او بنګله دېش يې له قوى موقعيت څخه د ماتې کندې ته ورساوه.
مېلمنه لوبډله په چټکۍ سره له١٣٢-٣ امتيازاتو څخه ١٤٣-١٠ امتيازاتو ته راښکته شوه او دا ټول بدلون د غضنفر د جادويي کارکردګۍ له امله و. د هغه ٦-٢٦ ارقام د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په یو ورځنیو لوبو کې د یوه لوبغاړي لخوا غوره کارکردګي وه، چې په ٢٠١٩کال کې په ساوت همپټون کې د شکیب الحسن ۵-٢٩ ریکارډ مات کړ.
الله محمد غضنفر څوک دی؟
د غضنفر د عروج کیسه د هغه د استعداد په څیر بې ساري ده. هغه په پیل کې د تېز بالر (فسټ بالر) په توګه روزل شوی و. خو د افغانستان پخواني کپتان دولت احمدزي د یو سپېن بالر په توګه د هغه وړتیا وپېژندله او دې پرېکړې د غضنفر برخلیک بدل کړ.
غضنفر د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۴ کال د ۱۹کلونو کم عمره نړیوال جام سياليو کې د خپلې کارکردګۍ له امله د پام وړ وګرځېد او په څلورو لوبو کې یې اته وېکټې واخیستې او ملي لوبډلې ته یې د ننوتو لاره ومونده کړه. هغه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ٢٠٢۴ کال په مارچ کې د ١٦ کلنۍ په عمر کې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه.
د حساسو لوبو ستوری
غضنفر په مهمو سیالیو کې خپله وړتیا ښودلې ده. نوموړي د اسيا د ۲۳ کلنو سياليو په پايلوبه کې د سريلانکا پر وړاندې دوه مهمې وېکټې واخېستې او افغانستان يې خپلۍ لومړي اتلولۍ ورساوه. همدارنګه نوموړی سږ کال د مجیب الرحمن پر ځای د هند غوره لیګ سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره یوځای شو. که څه هم هغه د لوبې کولو چانس ترلاسه نه کړ؛ خو دا تجربه د هغه لپاره ارزښتناکه وه او داسې ښکاري چې هغه به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ په معتبرو لیګونو کې وځلیږي.
د افغانستان د بریا لپاره یو مهم لوبغاړی
غضنفر تر دې دمه د افغانستان لپاره په شپږو یو ورځنیو لوبو کې لس وېکټې اخیستي او دا یې په ډاګه کړې چې د تېرېدونکې پدیده نه ده. هغه د سویلي افریقا پر وړاندې د افغانستان په تاریخي بریا کې مهم رول ولوباوه او په درېيو لوبو کې یې څلور ویکټې واخیستې. که څه هم د ده د وېکټو شمېر ډېر نه و؛ خو د لوبې د کنټرول او پر مخالف فشار د هغه وړتیا د راشد خان په څېر لوبغاړو ته د برید فرصت برابر کړ.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي د غضنفر له استعداده خوښي څرګنده کړه او په ټوکه یې د ناسم توپ اچولو عادت ته اشاره وکړه. شاهدي وویل: «هغه ځانګړی وړتيا لري او د افغانستان لپاره روښانه راتلونکی لري. زه د هغه غوراويو څخه ډیر خوښ یم چې موږ په بنچ کې لرو.»
د الله محمد غضنفر راتلونکی
د الله محمد غضنفر صعود اوس پیل شوى دى. د تکړه سپن بالرانو د روزنې په برخه کې د افغانستان مخينې ته په پام سره، د هغه لاره به ډیره په زړه پورې وي. د کرېکټ مینه وال په ډیره لېوالتیا سره انتظار کوي چې هغه په نړیوال سټیج کې ډیرې تجربې په لاسته راوړلو سره کومې برياووې ترلاسه کوي.
په حاضر وخت کې، دا په زړه پورې ده چې وګورئ چې دا نوی استعداد د کرکټ نړي ته خپل سبک راوړي. ښاغلی غضنفر په یوه لوبډله کې چې ډېر تکړه توپ اچوونکي لري لوبې ته نوی او زړه راښکونکی اړخونه زیاتوي.