نړۍ

اوباما: د ټاکنو پایله د تمې خلاف وه

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن مېشل اوباما د ۲۰۲۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته په یوه خبرپاڼه کې په دې ټاکنو کې د دیموکراتانو نوماندې نامالا هرېس د «عام ولس خدمتګاره او غوره رهبره» وبلله.

ښاغلی اوباما او مېرمن یې وايي، د ټاکنو پایله هغه ډول نه وې چې دوی یې تمه درلوده.

په دې خبرپاڼه کې د امریکا پخواني ولسمشر ویلي: «مېشل او زه د ولسمشر پر مرستیالې هرېس ډېر ویاړو. هغه یو استثنایی عمومي خدمتګاره ده چې د یو غوره کمپاین مشري کوي.»

بارک اوباما ټینګار کړی، چې د جمهوري غوښتونکو له ټیم سره د بېلابېلو مسایلو په اړه د ژورو اختلافاتو ته په پام سره، د ټاکنو پايله چې مونږ یې تمه درلوده؛ نه ده ترلاسه شوې. خو هغه زیاته کړه:«په ډیموکراسۍ کې ژوند کول پدې معنی دي چې موږ باید دا ومنو چې زموږ نظر به تل ګټونکي نه وي او د واک سوله ایز لېږد منلو ته چمتو اوسو.»

نوموړي همدا راز د ټاکنیزو کمپاينونو په ترڅ کې د هغو کارکوونکو او رضاکارانو د همکارۍ او صادقانه هلو ځلو یادونه وکړه چې د آغلې هرېس په څنګ کې وو، او په ټاکنو کې يې د دوی د باور، ژمنتيا او خدمتونو چې دوى لپاره يې ترسره کړل، ستاينه وکړه.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر په خپله وینا کې هغو پېچلو ننګونو ته اشاره وکړه چې متحده ایالات په دې وروستیو کلونو کې ورسره مخ دي او هغه چټک بدلونونه او اقتصادي فشارونه د حل لاره وړ وبلل چې له کرونا وروسته ډېر خلک ورسره لاس او ګریوان وو. 

هغه زیاته کړه چې یوازې یو بل ته په غوږ نیولو او د ډیموکراتیکو اصولو په پيروۍ سره پرمختګ ترلاسه کېداى شي.

ښاغلي اوباما ټینګار وکړ چې که څه هم امریکا یو داسې هېواد دی چې مختلف نظريات او ليدونه لري؛ خو واقعي پرمختګ يوازې د همکارۍ او متقابل درناوي له لارې تر لاسه کېدای شي.