د سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه راپور کې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې بشري بحران پېچلی شوی او دغه هېواد له اوږدمهاله بحرانونو سره مخ دی.
د سره صليب نړيوال فدراسيون طبيعي پېښې، د موسمي بدلون زياتېدونکي اغېزې، د خلکو کورني بې ځايه کېدل، اقتصادي ننګونې، د خوراکي توکو نه خونديتوب او د روغتيا په برخه کې ننګونې په هېواد کې د بشري ناورين اصلي لاملونه بللي دي.
دغه سازمان وايي اوس مهال د افغانستان تر ۸۵ سلنه ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د روان کال په اپریل او جولای میاشتو کې په هېواد کې دغه کړکېچ لا پسې بدتر شوی، په ځانګړې توګه کله چې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو په مستقیم ډول ۲۹۵ زره کسان اغېزمن کړل.
د دې سازمان په وینا، هغه ښځې او ماشومان چې په ځانګړې توګه زیانمن دي او په سیلاب ځپلو سیمو کې د روغتیا او لومړنیو اسانتیاوو په تمرکز سره هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
له بلې خوا دغه سازمان وايي، چې د طالبانو له خوا په مرستندويه بنسټونو او نورو موسسو کې د ښځو پر کار او فعاليتونو لګول شويو بنديزونو بشري فعاليتونه اغېزمن کړي چې د دغو کړکېچونو د زياتېدو لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپله تازه شننه کې ویلي چې طالبانو له ۱۴۰۰ل کال راهیسې ۷۱ فرمانونه صادر کړي چې په افغانستان کې یې پر بشري چارو منفي اغېز کړی او د ښځو شتون یې په نښه کړی دی.
د شننې په یوه برخه کې راغلي: «له ۲۰۲۱ز کال راهیسې ۷۱ فرمانونو او ۳۹۲ لارښوونو چې په بشري عملیاتو اغیزه کوي مستقیم د افغان ښځو ګډون په نښه کړی. سره له دې چې یادو فرمانونو د پام وړ ننګونې لرلې، بشردوستانه فعالانو په نه ستړي کېدونکي توګه کار کړی څو له بشردوستانه کړنو نیولې د ارزونې او شننې پورې په ټولو اړخونو کې د افغان ښځو ګډون وساتي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د شننې په یوه برخه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی.