منځنی ختیځ

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې اوولس تنه وژل شوي

د غزې پر تړانګې، د اسراییلي ځواکونو بې درېغه بریدونه لا هم دوام لري او یوازې نن سهار ېې اوولس فلسطینیان وژلي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د قربانیانو له ډلې، پنځلس تنه یې د بشري مرستو ترلاسه کولو ته په تمه ول. ورته مهال، د غزې چارواکي وایي، چې پنځه تنه نور د لوږې له امله مړه شوې دي.

دا د فلسطیني ماشوم چیغې او فریادونه دي؛ داسې ښکاري چې د خپلې کورنۍ یوازنی ژوندي پاتې شوی غړی دی. د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ماشوم نن سهار د زیتون په سیمه کې د اسرائیلي پوځ په هوايي برید کې خپله مور له لاسه ورکړه؛ هغه چیغې وهي چې کاش د خپلې مور پر ځای دی خپله وژل شوی وای.

له دې ټولو سره سره، پر غزې د اسراییلو بې درېغه بریدونه لا هم روان دي. روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې نن سهار د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې اوولس فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له ډلې یې ۱۵ کسان هغه مهال ووژل شول چې د مرستې ترلاسه کولو ته په تمه ول.

دا د وژل شویو یوازنی شمېره نه ده، په خان یونس ښار کې هم د اسراییلي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په برید کې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، درې تنه د نتساریم په دهلېز کې او یو بل فلسطیني وګړی هم د مورګ دهلیز ته نږدې وژل شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه فلسطینیان د «تحمیلي لوږې» له امله، مړه شوي چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم شامل دي. په دې توګه، د جګړې له پیل راهیسې د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۱۷ ته رسېدلی چې لږ تر لږه تنه یې یوازې ماشومان دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسراییلو د هغې طرحې په اړه چې د غزې ښار د بشپړ نیولو لپاره یې چمتو کړې، یوه بیړنۍ غونډه ترسره کوي. دا طرحه د جمعې په ورځ د اسراییلو په امنیتي کابینه کې تصویب شوه او له پراخو منفي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د اسراییلو په دې طرحه کې د جګړې پای ته رسېدلو لپاره پنځه اصول وړاندې کړي، چې د حماس غیر وسلوال کېدل، د ټولو یرغمل شویو خوشې کول، د غزې غیر نظامي کول، په دې سیمه کې د امنیت بشپړ کنټرول په واک کې اخیستل، او د داسې «نوې ملکي ادارې» جوړول چې نه حماس پکې وي او نه هم د فلسطین خپلواکه اداره پکې ګډون ولري.

په اسراییلو کې، لاریونوال د یرغمل شویو په ملاتړ د اورشلیم کوڅو ته راوتلي او د بنیامین نتانیاهو د استوګنځي پر لوري یې لاریون پيل کړی دی.

ورته لاریونونه د حیفا او تل‌ابیب په ښارونو کې هم ترسره شوې دي. بلخوا، د اسراییلو د ملي امنیت وزیر، ایتامار بن‌گویر، په خپلې اېکس پاڼې کې د فلسطین د خپلواکې ادارې د منحلېدو غوښتنه کړې او دا یې د محمود عباس د «فلسطین د دولت د جوړولو خوب» ته ځواب وباله. نوموړي تر دې مخکې هم د غزې د اوسېدونکو له «داوطلبانه کډوالۍ» ملاتړ کړی و.