سیاست

طالبان: امریکا تر اوسه زموږ د رسمیت پېژندنې غوښتنې رد کړې دي

انځور له آرشیف څخه.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، چې امریکا تر اوسه د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتنو ته د رد ځواب ورکړی دی. نوموي چې د طالبانو تر ادارې لاندې له ملي ټلویزیون سره یې مرکه کړې، ټینګار کوي چې طالبان په بېلابېلو کچو له امریکایي چارواکو سره په اړیکه کې دي، خو امریکا تر اوسه د رسمي تعامل، طالبانو ته د سفارت او د افغانستان د قونسلګریو د ورسپارلو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه دریځ نه دی نیولی، خو ډونالډ ټرمپ څو ځله ټینګار کړی چې په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات به بېرته ترلاسه کړي او ادعا یې کړې، چې د بګرام هوايي اډه اوس د چین تر ولکې لاندې ده.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له امریکا سره د رسمي تعامل لپاره د طالبانو هڅې عملاً بې پایلې پاتې شوې دي. د طالبانو ویاند د لومړي ځل لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ومنله، چې طالبانو څو ځله له امریکا غوښتنه کړې څو د دوی نظام په رسمیت وپېژني؛ هغه غوښتنه چې د طالبانو د ویاند په خبره، د امریکا له خوا رد شوې ده.

ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې ټینګار کوي، چې طالبان په بېلابېلو کچو کې له امریکایي چارواکو سره په اړیکه کې دي، خو امریکا تر اوسه طالبانو ته په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او د قونسلګریو او ورسپارلو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ذبیح الله مجاهد وايي: «موږ له مختلفو کچو د امریکایي چارواکو سره په تماس کې یو او له امریکا څخه مو د رسمي پېژندنې غوښتنه کړې ده. همدارنګه مو له هغوی غوښتنه کړې چې سفارت او قونسلګرۍ دې موږ ته وسپاري. تر اوسه پورې امریکا دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.»

امریکا، که څه هم تر اوسه د افغانستان په اړه روښانه دریځ نه دی نیولی، خو په افغانستان کې د خپلو پاتې شویو پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او د چین له لوري د بګرام له هوایي اډې د ګټې اخیستنې ادعا، هغه موضوعات دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې یادونه کوي.

ډونالډ ټرمپ وايي: «ما په خپل لومړي پړاو ولسمشرۍ کې، ټول پوځ بیا ورغاوه. د هغې لویه برخه موږ هلته پرېښوده. که څه هم ډېره وه، خو په افغانستان کې مو یوه نسبتاً کوچنۍ برخه پرېښوده. اوس طالبان پرې واکمن دي. هغوی هر کال پوځي پرېټ ترسره کوي، زموږ نظامي وسایط راباسي او د سړک په منځ کې یې نندارې ته وړاندې کوي، داسې لکه چې کوم پوځي رسم ګذشت چې وي، او کله چې زه دا وینم، غصه راځي.»

د طالبانو په نږدې څلور کلنه واکمنۍ کې، د لومړي ځل لپاره یو امریکايي پلاوی چې زلمی خلیلزاد یې هم برخه و؛ د تېر لمریز کال په کب میاشت کې کابل ته سفر وکړ. خو د دغه پلاوي له سفره داسې ښکارېده، چې اصلي موخه یې د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړو خلاصون و. د رسمیت پېژندې په سر د طالبانو د ویاند دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ په کچه روسیه یوازنۍ هېواد شو، چې د طالبانو د رسمیت پېژندې اقدام یې وکړ او د ایران او چین په څېر هېوادونو هم له طالبانو سره د نږدې اړیکو د ساتلو هڅې زیاتې کړې دي. د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د روسیې، چین او ایران په څېر د امریکا له سیالو هېوادونو سره د طالبانو نږدېوالی د دې لامل شوی، چې امریکا د افغانستان په اړه د سیالیو یوه نوي ډګر ته دننه شي.