“یوناما” یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، په خپل درې میاشتني راپور کې چې د روان میلادي کال د اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې موده رانغاړي، ویلي چې طالبانو په ځینو سیمو کې، د خپلې خوښې حجاب د رعایت په څارنه کې سختوالی راوستی دی.
یوناما په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې په دې درې میاشتو کې، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ولایتي ریاستونو د «محرم لرلو» شرط په داسې ډول عملي کړی، چې د دوی د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون» کې وضاحت نه لري.
په راپور کې راغلي چې طالبانو په دې موده کې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې پر څلورو کسانو په عام محضر کې د اعدام حکم هم تطبیق کړی دی.
