د امریکا متحده ایالات وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښيي د شمالي کوریا اته زره سرتېري دا مهال د روسیې په کورسک سیمه کې ځاى پرځاى شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته دا اعلان وکړ او د روسیې له استازي یې وپوښتل چې ایا مسکو لا هم پر دې ټینګار کوي چې په روسیه کې د شمالي کوریا ځواکونه نشته؟
د رویټرز په وینا په امنیت شورا کې د روسیې استازي دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او مسکو هم د شمالي کوریا د ځواکونو شتون نه رد او نه تایید کړی دی.
خو شمالي کوریا د خپلو ځواکونو د استولو له نظره دفاع کړې او دا یې له نړیوالو قوانینو سره سمه ګڼلې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، اوکرایني ځواکونه د روان کال په اګست میاشت کې د کورسک سرحدي سیمې ته په ننوتلو بریالي شول او هلته یې د سیمو کنټرول ته دوام ورکړ.
امریکا، بریتانیا، سویلي کوریا، اوکراین او نورو هېوادونو روسیه تورنه کړې چې د شمالي کوریا د سرتېرو په ځاى پرځاى کولو سره د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه کوي.
اوکراین هم د شمالي کوریا درې جنرالان معرفي کړل چې ویل کیږي په روسیه کې د شمالي کوریا له ځواکونو سره ملګري دي.
په همدې حال کې په امنیت شورا کې نور تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. د امریکا متحده ایالات او چین د روسیې د دفاعي صنعت لپاره د چین د پراخ ملاتړ په اړه د واشنګټن د تورونو پر سر سره اختلاف لري.
رابرټ ووډ په دې اړه وویل چې چین د روسیې د ملاتړ په ترڅ کې د سولې غږ نه شي کولی.
په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال سفير ګنګ شوانګ دغه تورونه رد کړل او ويې ويل چې چين په اوکراين کې ښکېلو خواوو ته وسلې نه دي ورکړي او د نړيوالو قوانينو له مخې يې د دوه ګوني استعمال قضيې په جدي توګه څاري.
په نهایت کې ، متحده ایالاتو د چهارشنبه په ورځ د چین په ګډون شاوخوا ۴٠٠ شرکتونو او اشخاصو او په لسګونو هیوادونو باندې بندیزونه ولګول ترڅو د اوکراین په خاوره کې د روسیې د برید له امله د بندیزونو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړیو هم د روسیې په غوښتنه اوکراین ته د لوېدیځو وسلو د استولو په اړه غونډه وکړه.