په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ اونۍ په نېږدې کېدو ده، دواړو نوماندانو یو بل د دې هېواد د خلکو ترمنځ د اختلافاتو په پراخولو تورن کړي دي.
د ویسکانسن په ګرین بي کې په یوه لاریون کې ، ډونالډ ټرمپ د نارنجي جامو اغوستلو او د کثافاتو په لارۍ کې د سپرېدو سره د جو بایډن متنازع څرګندونو ته غبرګون وښود.
د متحده ایالاتو ولسمشر بایډن پدې وروستیو کې د ټرمپ ځینې ملاتړي «کثافت» وبلل.
ټرمپ به دې اړه وویل: «بایډن باید په خپل ځان شرم وکړي.»
په همدې حال کې، په شمالي کارولینا کې په یوه لاریون کې، کامالا هرېس په رایه ورکوونکو غږ وکړ چې«پاڼه واړوي» او ټرمپ يې د یو داسې مشر په توګه بیان کړ چې د حل پر ځای په کرکه او شکایتونو کې ښکېل دي.
د ټاکنو په درشل کې د تاوتریخوالي زیاتوالی
د ټاکنو په نږدې کېدو، تاوتریخوالی لوړ دی او په کلیدي ایالتونو کې د ټاکنو چارواکي د تاوتریخوالی د احتمال په لټه کې دي.
پدې اونۍ کې یو سړی په فلوریډا کې د رای ورکونکو د ګواښلو په تور نیول شوی و چې د ناکرارۍ وېره یې راپورته کړې ده.
وروستۍ ټولپوښتنې هم د دواړو ګوندونو د پلویانو ترمنځ د باور ژوره کمښت ښیي.
د مارچ په میاشت کې د رویټرز او اېپسوس نظرپوښتنې موندلې چې ٣٨ سلنه جمهوري غوښتونکي ډيموکرات ګوند د امریکا لپاره «سمدستي ګواښ» ګڼي، او ۴١ سلنه دیموکراتان جمهوري غوښتونکو په اړه ورته نظر لري.
ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د درغلیو په اړه درواغجنو ادعاوو ته دوام ورکوي او څو څو ځلې یې اشاره کړې چې که ماتې وخوري، ښايي د ۲۰۲۴ کال ټاکنو پایلې وننګوي.
د هغه کمپاین سږکال د ټاکنو پروتوکولونو په اړه ډیری قضیې ثبت کړي، چې ډیری یې د غیر اتباعو رایې ورکولو ادعا شوي خطر باندې تمرکز کوي؛ دولتي او خصوصي ارزونې په ندرت سره د دې رښتينولي تاییدوي.
د چهارشنبه په ورځ، د ټرمپ هڅې د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې د قانوني بریا سره مخ شوې، چې د ویرجینیا پریکړه چې د رایې ورکوونکو له لیست څخه د يو زرو٦٠٠ احتمالي غیر اتباعو لرې کول و؛ تائید سره مخ شوه. هغه پرېکړه چې د بایډن اداره یې خلاف وه.
د بایډن څرګندونې د ټاکنیز کمپاین د بدلون په توګه
د بایډن وروستیو څرګندونو چې د ټرمپ ځینې ملاتړي یې «کثافات» بللي د متحد کولو لپاره د هرېس هڅې زیانمنې کړې دي.
بایډن څرګنده کړه چې هغه په ساده ډول د ټرمپ په لاریون کې د وینا کونکي لخوا توکمپاله څرګندونو ته اشاره کوي، خو ټرمپ هغه د خپلو ټولو ملاتړو په سپکاوي تورن کړ.
په ټاکنو کې د شمالي کارولینا کلیدي رول
په شمالي کارولینا کې د دې اونۍ ټاکنيزو راټولېدنو د دې ایالت اهمیت روښانه کړ.
شمالي کارولینا یوازینی سوینګ ایالت و چې ټرمپ په ٢٠٢٠کال کې پکې بريالى و او له ٢٠٠٨کال راهیسې یې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دیموکرات نوماند ته رایه نه ده ورکړې ، که څه هم له ٢٠١٧کال راهیسې د ډیموکراتیک والي روى کوپر لخوا اداره کېږي.
دې ته په پام سره چې د شمالي کارولینا ۴٣ سلنه ثبت شوي رایې ورکوونکي د ټاکنو له ورځې مخکې رایه ورکوي – چې ډیری یې سپین پوستې، ښاري او ښځینه دي – د دې ریاست پایلې ممکن په میليونو رای پاڼو پورې اړه ولري، چې له ټاکنو څخه وروسته تر ١٠ ورځو پورې شمیرل کېداى شي.
په شمالي کارولینا کې نږدې سیالي کولی شي وروستۍ پایلې د ټاکنو پای ته رسېدو وروسته د څو ورځو لپاره ناڅرګنده پرېږدي.