نړۍ

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په لبنان کې پر خبریالانو برید وغانده

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په لبنان کې پر خبریالانو د اسراییلو برید وغانده.

رویټرز راپور ورکړی چې په لبنان کې د اسرائیلو په برید کې درې خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټې ویلي چې دا برید «په کلکه غندي» او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د «ژورنالیستانو د وژلو» لپاره د اسراییلو د مجازاتو معافیت اوږدمهاله چلند پای ته ورسوي.

دغه اژانس وايي چې اسراٸیل سمدستي د پېښې په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. خو دړى تر دې مخکې پر خبریالانو د قصدي برید تورونه رد کړي وو.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي، تېر کال په تېرو ۳۰ کلونو کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال لږ تر لږه ۱۲۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکو په ګډون او شاوخوا ۴۵ زره نور کسان په غزه، اشغال شوې لوېدیځه غاړه او لبنان کې وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د رويټرز د انځور اخيستونکى عصام عبدالله په ګډون پنځه نور خبريالان هم په لبنان کې د پېښو د پوښښ پر مهال د اسرائيلو په بريدونو کې وژل شوي دي.

دغه خبری اژانس وایی دغه بريد د جمعې په ورځ په سیمه ييز وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو د لبنان په جنوب کې د حاصيبا په ښار کې پر هغه مېلمستون وشو چې یوازې خبریالان پکې اوسېدل چې پکې د المیادین ټلویزیون دوه خبریالان او د المنار شبکې یو خبریال ووژل شول.