ورزش

د محمد علي مېرمن کابل ته راورسېده

د سوک وهنې د نړیوال افسانوي اتل محمد علي کلي مېرمن خلیله علي کابل ته راورسېده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وايي، آغلې خلیله علي او ورسره پلاوی کابل ته د محمد علي کلي په نوم د (بريا) د ورزشي لوبغالي او د ورزشي ټولنې د جوړولو په موخه راغلی ده.

دا افغانستان ته د خلیله علي درېيم سفر دی. نوموړې دوه ځله افغانستان ته راغلی چې د هېواد د ورزشکارانو لپاره د یوه ورزشي لوبغالي او د ورزشي اتحادیې د جوړولو چارې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د خپل واک تر ټنګښت وروسته نجونې او ښځې له سپورټ منع کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت رئیس حمدالله وثیق رسنیو ته ویلي و چې په افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو فعالیت منع دی.

د دغه ریاست ویاند همداراز یوې فرانسوي رسنۍ ته ویلي، چې دوی د پارېس په المپیک سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ګډون په رسميت نه پېژني.

طالبانو د ښځو پر ورزش د بندیز سربیره د آزادو مبارزو پر سياليو هم بندیز لګولی دی.