نړۍ

په فیلیپین کې سخت توپان له ۲۶ کسانو ژوند واخيست 

د فیلیپین چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د سخت توپان له امله شاوخوا ۲۶ کسان مړه شوي دي.

د دوی په وینا د فيلیپین په شمال ختیځ کې تر ۱۵۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه توپان چې له سختو بارانونو او سختو بادونو سره مل و، د ځمکې ښویېدو او سېلابونو لامل شوی دی.

د دغه هېواد چارواکو همداراز اعلان کړی، چې تر ۱۶۳ زرو ډېر کسان موقتي پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.