نړۍ

کاناډا د کډوالو د منلو شمېر کموي 

کاناډا د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې پرېکړه یې کړې چې د کډوالو د منلو شمېر په پام وړ کچه کموي.

رویټرز راپور ورکړی چې د کډوالۍ په پالیسۍ کې بدلون د جسټین ټروډو حکومت لپاره، چې د کاناډا فدرالي ټاکنو دمخه د واک ساتلو هڅه کوي، ځانګړی اهمیت لري.

د دې راپور پر بنسټ، کاناډا به په راتلونکي کال کې د دايمي استوګنې لپاره ۳۹۵زره نوي کډوال مني، چې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کې به په ترتیب سره ۳۸۰ او ۳۶۵زرو ته راټیټ شي.

د يادولو وړ ده، چې کاناډا په ۲۰۲۴ کال کې ۴۸۵ زره نوي کډوال مني.

له بلې خوا په دغه راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې به د موقتي اوسېدونکو شمېر تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو ته راښکته شي چې دا شمېر د تېرو کالونو په پرتله شاوخوا ۳۰ زره کم دی.

دا پرېکړه په ځانګړي توګه په داسې حال کې نيول کېږي چې کاناډا له ډېرې مودې راهیسې د یوه داسې هېواد په توګه پیژندل کېږي چې د کډوالۍ خلاصې تګلارو په لرلو نوي کډوال مني.

خو په وروستیو کلونو کې د کورونو د بیو لوړوالی او په پايله کې اندېښنو په دغه هېواد کې په ملي کچه د کډوالۍ په اړه بحثونه بدل کړي دي.