نړۍ

 په بېروت کې د اسراٸيلو په بریدونو کې یو تن ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې پرون (چهارشنبه، لړم ٢) د بېروت پر جنوبي سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.

رویټرز وايي، پر لبنان باندې د اسرائیلو بریدونو زور اخیستی او له بلې خوا حزب الله اعلان کړی، چې د لومړي ځل لپاره یې د اسرائیلي اهدافو پر ضد «دقیق لارښود توغندي» کارولي دي.

د دغه خبری آژانس د راپور له مخې د بېروت په ځینو برخو کې دغه بريدونه  له امله د شپې په اسمان کې د اور لمبې ښکارېدې.

په ورته وخت کې «له خبرتيا پرته » د المیادین خبري شبکې پر دفتر چې د ایران ملاتړي بلل کیږي، یو بل بريد ترسره شو.

د لبنان حزب الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراٸيلو پر ضد یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د نوي لارښود توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کارول یې پیل کړي دي.

دغه ډله وايي، د تل آويو په څنډه کې یې د اسراییلو پوځي ځای په نښه کړ او د رویټرز د راپور له مخې، له برید وروسته په تل آويو او د اسراییلو په ګاونډیو ښارونو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه فعال شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې له لبنان څخه څلور توغندي توغول شوي، چې دوه یې له منځه تللي، یو یې په خالي سیمه کې او بل یې ځمکې ته لوېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو مخکې په لبنان کې د حزب الله او په فلسطین کې د حماس په ګډون په سیمه کې د اسراٸيلو او ایران د نيابتي ډلو ترمنځ د سولې لپاره د واشنګټن هڅې ګړندۍ شوې دي.