ورزش

د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالۍ: افغانستان ماکاٸو ته ٩پر صفر ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په کامبوج کې د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د مکاٸو لوبډلې ته د ٩ پر صفر په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې محمد نوروزي (یو ګول)، وارث شیرزي (دوه ګولونه)، آرش احمدي (یو ګول)، ساحل سروري (یو ګول)، نصیر احمد محمدي (یو ګول)، نوید محبوبي (یو ګول)، وارث رزاقي (یو ګول) او یاسر صافي (یو ګول) ثمر ته ورساوه.

د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو کم ملي لوبډلې تر دې مخکې په دغو سیالیو کې فیلیپین ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا د ملتونو د جام لومړنۍ سیالۍ د کمبوج په کوربه توب ترسره کېږي.