نړۍ

په غزه کې د يرغمل شویو امریکايانو کورنیو د مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه وکړه

په غزه کې د یرغمل شویو امریکايي اتباعو کورنیو د سه شنبې په ورځ (لړم ۱) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې په قطر کې پر منځګړیو فشار راوړي ترڅو د حماس د سیاسي مشر یحیی سنوار د مړینې له فرصت څخه د ټولو یرغمل شویو بېرته ستنېدلو او د اوربند د بیا پیلولو لپاره کار واخيستل شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د خوشې شوي یرغمل آویوا سیګل په ګډون د امریکايي یرغمل شویو کورنیو د یوې هوکړې په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یرغمل شوي کسان د ځنډ لپاره هیڅ وخت نه لري.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې اوه امریکايي اتباع په غزه کې د حماس له خوا یرغمل شوي دي.

له دې مخکې والا وېبپاڼې راپور ورکړی و، چې ۱۵ امریکايي پوځیانو په یوه لیک کې اعلان کړی، چې که د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه هوکړه ونه شي، نو له دندې به ډډه وکړي. د دغه لیک د لاسلیک کوونکو شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېږي.

په دغه لیک کې چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دفاع وزیر  یوآو ګالانت، د پوځ لوی درستیز هیرزي هالوي او د اسرائیلو د حکومت نورو غړو ته استول شوی، د جګړې د بندولو غوښتنه شوې ده.

د دې لیک لاسلیکونکو ویلي: «موږ، محافظین او فعال پوځي غړي، افسران او سرتېري، اعلان کوو چې موږ نشو کولی په دې شرایطو کې ادامه ورکړو. په غزه کې جګړه زموږ هغه وروڼه او خویندې چې  په بند کې دي په مرګ ګواښي.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل آويو کې د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره له کتنې وروسته، هغه او د اسراٸیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ د حماس د مشر یحیی سنور له وژل کېدو وروسته د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو فرصت ته اشاره وکړه.

هرزوګ وویل: «موږ پوهېږو چې د سنوار له مړینې وروسته او نور شرایط چې رامینځته شوي ، دا یو ځانګړی فرصت دی. یو ځانګړی فرصت چې د ټولو اړینو او ممکنه وسیلو څخه کار واخلي ترڅو چارو ته وده ورکړي او یرغمل شوي کور ته راستانه کړي.»

د اسرائیلو ولسمشر همدارنګ د حزب الله پر خلاف د خپل هېواد د حملو په اړه وویل:« بالاخره دغه ټول کارونه د تهران تر امر لاندې دی او له همدې کبله باید تهران ته پرېکنده ځواب ورکړل شی.»

بلینکن هم په دغو غونډو کې وویل: «زه په کلکه باور لرم چې د سینوار مړینه د یرغمل شویو کورونو د بیرته راستنیدو، د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییلو د امنیت د تامینولو لپاره یو مهم فرصت دی او په دقیقه توګه دا مسایل د جګړې څخه وروسته د اړین چمتوالي د دورې په ګډون د اسراٸيلي همکارانو سره زمونږ د بحث د تمرکز موضوع وه.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په منځني ختیځ کې د شخړو د زیاتېدو لامل اسراٸیل ګڼي او امریکا یې د اسراٸيلو په ملاتړ تورنه کړې ده.