ورزش

د هېواد د والیبال ملي لوبډله د تاجکستان پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د اتلولۍ سياليو په چوکاټ کې له تاجکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دا لوبه به نن (سه شنبه د لړم لومړۍ نېټه) د ازبکستان په کوربه توب د تاشکند په ښار کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې په دغو سياليو کې تر اوسه د هېواد د واليبال لوبډلې دوه ماتې او يوه بريا خپله کړې ده.

د منځنۍ اسيا د واليبال سيالۍ د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون له تېرې اوونۍ راهيسې پيل شوې دي.