نړۍ

د ترکیې مذهبي مشر فتح الله ګولن په امریکا کې ومړ 

 د ترکیې مذهبي مشر فتح الله ګولن امریکا کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ. هغه په ​​ترکيه او له دې هېواده بهر يو پياوړى اسلامي تحريک رامنځته کړ. خو هغه د خپل ژوند وروستي کلونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د “ناکامې کودتا” په رهبري کولو په تورونو کې تېر کړل.

د «هرکول» وېبپاڼې چې د ګولن ویناوې خپروي، پر خپلې اېکسپاڼې اعلان کړى چې هغه د یکشنبې په شپه د متحده ایالاتو په یوه روغتون چې پکې د درملنې په حال کې و، ومړ.

ښاغلی ګولن په تېرو وختونو کې د اردوغان له متحدینو څخه و. خو وروسته د دوی اړیکې ډېرې ترینګلې شوې او اردوغان هغه د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا مسوول وباله. یوه کودتا چې یاغیانو په کې جنګي الوتکې، ټانکونه او چورلکې وکارولې. په دې کودتا کې شاوخوا ۲۵۰ کسان ووژل شول.

فتح الله ګولن چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې يې په امریکا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه، په دې کودتا کې لاس لرل رد کړي وو.

د ګولن غورځنګ چې د خپلو پلویانو په وینا د «خدمت» په نوم پېژندل کېږي، موخه یې د یو منځلاري اسلام وده کول دي چې د لوېدیځ طرز زده کړه، آزاد بازار او بین العقیدوي خبرو- اترو هڅوي. له ناکامې کودتا وروسته په ترکیه کې دغه غورځنګ په سیستماتیک ډول وځپل شو او په نړیواله کچه یې نفوذ کم شو.

ګولن چې د خپلو پلویانو له خوا د «حاجي افندي (محترم استاد)» بلل کېږي، په ۱۹۴۱ کال کې د ترکیې په ختیځ کې د ارزورم ولایت په یوه کلي کې زیږیدلی دی. هغه د یو امام زوی و او له ماشومتوبه یې قرآن کریم زده کړ.

ګولن په ۱۹۵۹ کال کې د ادرنه د جومات د امام په توګه وټاکل شو او په ۱۹۶۰ لسیزه کې يې په ازمیر ولایت کې شهرت پيدا کړ. هغه په ​​ازمیر کې د زده کونکو لیلیې جوړې کړې او په قهوه خانو کې یې خپلې زده کړې ته وده ورکړه.

 د زده کونکو دغه لیلیې د یوې غیر رسمي شبکې بنسټ و چې په راتلونکو لسیزو کې یې د تعلیم، سوداګرۍ، رسنیو او دولتي ادارو له لارې پراختيا وموندله او خپلو پیروانو ته یې پراخ نفوذ وباښه. دا نفوذ د ترکيې له پولو هاخوا د منځنۍ اسيا، بالکان، افريقا او لوېديځ ترک ژبي جمهوريتونو ته ورسېد او د ښوونځيو د يوې شبکې له لارې يې اغېزمن و.