نړۍ

د امریکا سنا ته د جمهوري‌غوښتونکو نوماند په افغانستان کې د ټپي کېدو په اړه په دروغ ویلو تورن شو

کیم پېچ، چې مونټانا پارک پخوانی کارکونکی دى، په علني توګه د متحده ایالاتو د سنا د جمهوري غوښتونکو نوماند ټیم شی هى په دې تورن کړی چې د ټوپک په ډزو کې د هغه زخم په اړه يې دروغ ویلي چې ادعا يې کړې وه چې د افغانستان په جګړه کې ټپي شوی دى.

د ګارډین د راپور پر بنسټ، ٦٧ کلن کیم پېچ د جمعې په ورځ په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې مرکه کې ويلي چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پخواني کومانډويي سرتېرى ټیم شی هي په حقیقت کې په ٢٠١۵کال کې د ګلیشیر ملي پارک ته د کورنۍ سفر پرمهال پر ځان خپله ډزې کړې وې.

دغه ورځپاڼه وايي، دا کيسه په ښکاره د شي هي د هغه ادعا سره په ټکر کې ده چې ګواکې هغه په ​​افغانستان کې د پوځي جګړې پر مهال په لاس ویشتل شوی دى.

ښاغلي پېچ وویل چې د شي هي «ځان لخوا جوړ شوی ټپ» د دې لامل شوی چې ګولۍ د هغه په ​​ښي لاس کې پاتې شي. هغه زیاتوي چې هغه لومړی د شي هي سره د پارک سيمې په یوه روغتون کې ولیدل.

هغه زیاته کړه: «شي هي په ښکاره ډول د وضعیت له امله شرمنده وه؛ خو په عین حال کې، هغه منندوی و چې وضعیت خراب نه شو.»

ښاغلي پیچ همداراز وویل چې په هغه ورځ یې د شي هى وسله معاينه کړه او د مرمۍ یوه کڅوړه یې ولیدله، چې دا یې تاییدوله چې په هغه وسلې ویشتل شوى دى. د دولتي اسنادو له مخې، پیچ په هماغه ورځ د شي هي په غیرقانوني توګه د ډزو له امله ٢٢۵ډالره جریمه ورکړه.

خو د امریکا سنا ته د جمهوري غوښتونکو نوماند پر ښاغلي پېچ تور ولګاوه چې هغه  هڅه کوي په غیر عادلانه ډول د هغه پوځي خدمتونه تر پوښتنې لاندې راولي. د واشنګټن پوسټ د یوې پوښتنې په ځواب کې، شی هي ادعا وکړه چې هغې په حقیقت کې پېچ ته د هغې د ناڅاپي ډزو په اړه دروغ ویلي وو.

د ښاغلي شي هي یوه ویاند ويلي چې پیچ یو ډیموکرات دی او هغه په وروستۍ مرکه کې هڅه کوي چې د «درواغو کیسه» خپره کړي.

په همدې حال کې، کیم پیچ ټینګار کړی چې هغه د شي هي په وړاندې هیڅ شخصي عقده نه لري او یوازې غواړي چې حقیقت څرګند شي.

د يادولو وړ ده، شی‌هي دا مهال د ډیموکرات سناتور جان ټیسټر سره سیالي کوي، او دا ټاکنې به وټاکي چې کوم سیاسي ګوند به د امریکا د سنا اختيار په راتلونکې دوره کې ترلاسه کړي.