نړۍ

د غزې په شمال کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۷۳ تنه ووژل شول

د غزې په تړانګه کې پرون (شنبه، تلې ۲۸) د اسراٸیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان او لادرکه دي.

که څه هم رویټرز کره شمېرې نه دي خپرې کړې. خو هغه ويلي يې دي چې په دغو بريدونو کې ډېرى وژل شوي او ټپيان ښځې او ماشومان دي.

د حماس د رسنیو دفتر ویلي چې دغو بریدونو د بیت لاهیا په ښار کې څو کورونه په نښه کړي دي.

په غزه کې مرستندویه کارکونکو اعلان کړی چې دغو هوايي بریدونو یوه څو پوړیزه ودانۍ په نښه کړې او شاوخوا کورونه یې زیانمن کړي دي.

د حماس د رسنیو دفتر ویلي: «دا د نسل وژنې او قومي تصفیې جګړه ده. نیواکګرو په بیت المقدس کې وحشتناکه قتل عام ترسره کړی دی.»

 دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په سهار اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې ۳۵ تنه وژل شوي او د ژغورنې عملیات د دوهمې ورځې لپاره د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

له بلې خوا ځايي اوسېدونکو او مرستندويه کارکوونکو ويلي، چې اسراييلي ځواکونو په غزه کې د کډوالو تر ټولو ستر تاريخي پنډغالي جباليه باندې خپله محاصره زياته کړې ده.

د یادولو وړ ده چې اسراٸیلي پوځ د بیت حنون او بیت لاهیا نږدې ښارونو ته ټانکونه استولي او اوسېدونکو ته یې د وتلو امر کړی دی.

اسراٸيلي چارواکو همداراز ویلي چې د وتلو امر یې د حماس ځواکونو د ملکي وګړو د جلا کولو په موخه صادر کړی او ادعا یې کړې چې له جبالیه یا نورو شمالي سیمو څخه د ولسي وګړو د اېستلو لپاره کوم منظم پلان نشته.

خو اوسېدونکو وویل چې اسراییلي ځواکونو د بې کوره کورنیو د استوګنې څو ځایونه محاصره کړي او لسګونه نارینه یې بندیان کړي دي.

د غزې اوسېدونکو او روغتیايي چارواکو ویلي دي چې اسرائیلي ځواکونو په کورونو بمبارۍ کړي او روغتونونه یې محاصره کړي، د طبي توکو او خوراکي توکو د رسولو مخه یې نیولې چې اوسېدونکي یې د کمپ پرېښودو ته مجبوره کړي دي.

دغه چارواکي همداراز وايي، چې دوی د اسرائیلي پوځ هغه امر رد کړی، چې له روغتونه تخليه او ناروغان پرېږدي، چې د ډېرو روغتیايي حالت نازک دی.

د یادولو وړ ده چې د غزې په مرکزي کمپ کې د اسراییلو په هوايي برید کې په یو کور ۱۱ تنه وژل شوي او په بل برید کې د نصیرات په کمپ کې ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.