نړۍ

د روسیې د بریدونو په زیاتېدو د کوپیانسک اوسېدونکي له دغه ښاره وتلو ته اړ شول

د اوکراین په کوپیانسک ښار باندې د روسیي پوځ د پراخو بریدونو له زیاتېدو سره،د اوکراين له د دغه ښار اوسېدونکي وتلو ته اړ شول.

رویټرز خبر ورکړی، چې په ورته وخت کې د جمعې په ورځ (تلې ۲۷) د اوکراین په سویل کې د پوکروفسک ښار د تخليې امر هم صادر شوی او دغه ښار د روسیې د پوځونو اصلي موخه ده چې د دونتسيک له لوري د دغه هېواد لوېدیځ ته د پرمختګ په حال کې دي.

د یادولو وړ ده چې د روسیي پوځ لخوا د کوپیانسک ښار د نیولو نه شپږ میاشتې وروسته دا سیمه د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې د اوکرایني ځواکونو لخوا بېرته ونیول شوه.

خو د دغه راپور له مخې اوس دغه ښار د روسیې د پوځ د زیاتېدونکو بريدونو موخه ګرځېدلې ده.

په همدې حال کې دغه آژانس وايي چې د اوکراین په جنوب کې دونتسک په سیمه کې روسي ځواکونه د کلیو پر لور پرمختګ کوي څو نورې مهمې ټرانزيټي سیمې له ګواښ سره مخ کړي چې د اوکراین ختیځو ځواکونو ته اکمالات رسوي.

د اوکرایني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د پوکروفسک د پوځي ادارې مشر سرهي دوبراک د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې له سیمې ووځي؛ ځکه چې په دې سیمه کې د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو کومه لاره وجود نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ٢٦) د اروپایی ټولنې پارلمان او د ناټو دفاع وزیرانو ته د خپلې بريا د پلان” یوه نسخه وړاندې کړه.

خو د ناټو عمومي منشي مارک روته د اوکراین د ولسمشر د پلان په اړه ويلي چې د دغه پوځي اتحاد مشران باید په دې اړه لا زیاتې خبرې وکړي.

د زیلینسکي د« بریا» پنځه ماده ایز پلان کې د نورو شیانو تر څنګ د روسیې په خاوره کې دننه ژورو اهدافو باندې د برید لپاره د لوېدیځو وسلو کارولو اجازه او اوکراین ته د ناټو د غړيتوب بلنه شامله ده.