نړۍ

د سنوار له وژل کېدو وروسته اسراٸيل د «ستراتیژیکو موخو» د ترلاسه کولو په لټه کې دي

په غزه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته اسراٸیل په سیمه کې د خپلو «ستراتیژیکو موخو» د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسراٸیلو مشران لاهم د اسرائيلو په ګټه د سیمه يیز منظرو بدلول، د راتلونکي بریدونو څخه د دغه هېواد د سرحدونو د ساتنې په ګډون د نظامي بریا څخه پورته د «ستراتیژیکو اهدافو» د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

دغه خبري آژانس د یحیی سنوار د اکتوبر د اوومې د «بريد طرحه کوونکی» او د هغه مړینه د اسرائیلو لپاره یوه «ستره بریا» بللې ده.

لوېدیځو دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي چې اسراٸیل په چټکۍ سره له دې فرصت څخه په استفادې په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله ته د زیاتو زیانونو او تلفاتو د اړولو لپاره بېړه لري چې په امریکا کې د جمهوري ریاست له ټاکنو او د نوي ولسمشر د ماموریت له پیل مخکې یوه «حايل سيمه» رامنځته کړي. 

د دغو سرچینو په وینا، د حزب الله او حماس پر وړاندې د خپلو پوځي بریدونو په زیاتولو سره، اسراٸيل غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې «د دوی دښمنان او د دوی اصلي ملاتړی ایران» اسراٸیلي وګړو  ته د ګواښ لپاره بیا تنظیم نه شي.

په همدې حال کې رویټرز لیکي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تمه لري چې د سنوار له مړینې څخه په استفادې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر بنیامین نتانیاهو فشار راوړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسراٸيلو پوځ د پنجشنبې په ورځ (تلې ۲۶) اعلان وکړ، چې د حماس د مشر يحيي سنوار په ګډون درې تنه په غزه کې د دغه هېواد د ځواکونو د بريدونو په پايله کې وژل شوي دي.

وروسته له دې په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل الحیه تایید کړه چې یحیی سنوار په غزه کې د اسرائیلي پوځ له خوا وژل شوی دی.