نړۍ

زیلینسکي اروپایی اتحادیې او ناټو ته د خپلې«بریا» پلان وړاندې کوي

رویټرز راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به د پنجشنبې په ورځ (د تلې٢٦مه) د اروپايي اتحادیې مشرانو او د ناټو دفاع وزیرانو ته د «بریا» پلان وړاندې کړي ترڅو نور نظامي ملاتړ ترلاسه کړي او د ناټو غړیتوب غوښتنه وکړي.

د دغه راپور له مخې په دغه پنځه ماده ایز پلان کې هغه غوښتنې شاملې دي چې د اوکراین متحدینو یې تر اوسه له منلو ډډه کړې ده. په ياد پلان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو په پوځي اتحاد کې د شاملېدو لپاره بلنه ورکولو غوښتنه او د روسیې په خاوره کې دننه ژورو اهدافو ته د لوېدیځو وسلو د کارولو اجازه ورکول ځاى پرځاى شوي دي.

ښاغلي زیلینسکي مخکې دا پلان  د اوکراین پارلمان ته په داسې حال کې وړاندې کړ چې د هیواد په ختیځ کې د روسیې ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، سخت ژمی د برېښنا د پراخو بندیدو سره راروان دى او د امریکا د ولسمشريزو د ټاکنو له امله د لوېدیځ ملاتړ په ابهام کې دی.

هغه دغه پلان په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډې او د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه پلان ښايي تر راتلونکي کال پورې جګړه پای ته ورسوي.

پداسې حال کې چې زیلینسکي د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په ګډون کلیدي لویدیز مشرانو ته پنځه ماده ایز پلان وړاندې کړی ، تر دې دمه هیڅ یوه هم په بشپړ ډول دا پلان نه دی تائید کړی.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي مارک روته ویلي دي چې دا پلان د زیلینسکي له خوا «یو قوي سیګنال» دی؛ خو د ناټو غړي دې ته اړتیا لري چې په دې پلان تفصیلي خبرې وکړي.

ناټو مخکې اعلان کړى و چې اوکراین به د دې سازمان غړی شي. خو د دې لپاره يې مشخص وخت نه دی ښودلی.

رویټرز وايي، اوکراین نه شي کولای د جګړې پر مهال د دغه پوځي سازمان غړی شي. ځکه چې دا غړيتوب به ناټو مستقیما له روسیې سره په شخړه کې ښکېله کړي.

د يادولو وړ ده، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پر اوکراين د خپل يرغل يو لامل په ناټو کې د دغه هېواد احتمالي غړیتوب ياد کړی دی.

خو ولادیمیر زیلیسکي استدلال وکړ چې ناټو اوس کولای شي د اوکراین د غړیتوب لپاره بلنه ورکړي. که څه هم هغه په راتلونکي کې له دې ایتلاف سره یوځای کېږي. هغه ټینګار وکړ چې پوتین باید پوه شي چې د هغه جیوپولیټیکه محاسبه ناکامه شوې ده.

په دې پلان کې د اوکراین ولسمشر په دغه هېواد کې د «غیر اټومي ستراتیژیک مخنیوي اقداماتو» د نيولو وړاندیز هم کړی دی. تر څو خپل هیواد د روسیې له ګواښونو وژغوري او د روسیې پوځي ځواک کم کړي.

په دې پلان کې د لوېدیځو هېوادونو په همکارۍ د اوکراین د طبیعي کانونو د پراختیا وړاندیز هم شامل دی او وایي چې اوکرایني ځواکونه کولای شي په اروپا کې د ځینو امریکايي ځواکونو ځای ونیسي.

کرملین تر اوسه د دې پلان په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو اعلان  يې کړى چې کییف باید خپل اوسني سیاستونه پرېږدي او «حقیقت» ته راستانه شي.