د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې ته په نږدې کېدو سره، د دایکندي ولایت یو شمېر هغه نجونې چې له زدهکړو بېبرخې پاتې شوې، وایي چې طالبانو له دوی څخه تر ټولو لومړني اسلامي حقوق هم سپمولې دي.
په دې راپور کې له هغو نجونو سره خبرې شوي، چې د طالبانو د مشر د فرمان له امله، ښوونځیو له تګ محرومې دي، خو اوس یې د دې ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ژوند د دوام لپاره سوداګرۍ ته مخه کړې ده. یادې نجونې ټینګار کوي چې خپل راتلونکی تیاره ویني او وایي، چې د زده کړو د جبران لپاره هېڅ بدیل نشته.

زهرا جعفري نومېږي. ډېرې سختۍ یې ګاللې دي چې د خپلو هیلو یوې لویې برخې ته، چې ډاکټري وه ورسېږي. هغې په ډېرې خوارۍ ځان د کابل تر طبي پوهنتونه رسولې وه، خو طالبانو نوموړې د زده کړو مخه ونیوله او د پوهنتون دروازه یې پر مخ وتړله.
زهرا بېرته خپل ټاټوبي دایکندي ولایت ته وګرځېدله او پرېکړه یې وکړه چې بیا پر خپلو پښو ودرېږي. هغې اوس په دې ولایت کې د جامو ګنډلو او پېرلو کاروبار شروع کړی دی.
زهرا وايي: «ما غوښتل ډاکتره شم، ټولې تیارۍ مې نیولې وې، حتی د لومړنیو مرستو زدهکړې مې هم کړې وې، خو طالبانو دا حق له ما واخیست. په یوه اسلامي هېواد کې موږ ته وویل شول چې تاسو د زدهکړې حق نه لرئ. د دې لپاره چې خپل رواني تعادل وساتم او پر پښو ودرېږم، مجبوره شوم یوه دنده خپله کړم، نو ما د کار او بوختیا لپاره د پلورندهګۍ دنده وټاکله.»
زهرا، په دې کار کې یوازې نه ده، بلکې د نیلي ښار اوس له هغو نجونو ډک دی، چې ښوونځیو ته د تګ پر ځای، جامې او څادرونه خرڅوي. هره یوه یې د ژوند بېل داستانونه لري، له نیمګړو هیلو نیولې بیا د دوی پر مخ د ښوونځیو د دروازو تر تړل کېدو پورې، هغه څه دي چې دغه نجونې ځوروي.
ګزیده باقري، له ښوونځي پاتې متعلمه، وايي: «د مکتبونو بند پاتې کېدل ډېر مهم موضوع ده. موږ غوښتنه کوو چې بیا اجازه ورکړل شي څو د مکتبونو دروازې پرانیستل شي.»
د طالبانو له واکمنۍ دا دی څلور کاله تېرېږي، هغه څلور کلونه، چې د افغانو ښځو په باور، د دوی لپاره پرته له تیاره ژوند او محرومیته نور څه نه لرل. دوی له کاره شړل شوې دي، له زده کړو محرومې پاتې دي او عمومي فضا ورته تنګه شوې ده.
