طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۳ کسان په دورو وهلې دي. د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپاره شویو شمېرو کې لیدل کېږي، چې دغه سزاګانې په اتو ولایتونو کې عملي شوي، چې کابل تر ټولو ډېرې د دورو وهلو پېښې له ځانه سره لري.
د دې راپور د خپرېدو هم مهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د اعدامونو او په عام محضر کې د خلکو بدني سزاګانو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
طالبانو په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې ۵۳ کسان په دورو وهلې دي، چې د تېرې میاشتې په پرتله څلور برابره ډېروالی ښیي. په تېرو دوو اونیو کې د اتو ولایتونو اوسېدونکي، د نظام پر وړاندې د تبلیغاتو په جرم، د اسناد د جعل، قمار او د الکولي مشروباتو د څښلو په تور په دورو وهل شوې دي.
په دې منځ کې د هېواد پلازمېنه تر ټولو ډېر د دورو وهلو پېښې لري. د دورې وهلو له دغو ۵۳ مواردو څخه، ۴۰ حکمونه یې یوازې په کابل کې عملي شوې دي. له کابل وروسته، په ترتیب سره، میدان وردک، بغلان، بدخشان، پکتیا، کاپيسا، بلخ او دایکندي ولایتونو اوسېدونکي د دورو وهلو په نوملړ کې شامل دي.
په تېرو ۱۵ ورځو کې د طالبانو لخوا د بدني سزاګانو پلې کول:
• کابل: ۴۰
• میدان وردک: ۴
• بغلان: ۲
• بدخشان: ۲
• پکتیکا: ۲
• کاپیسا: ۱
• بلخ: ۱
• دایکندي: ۱
طالبانو په روانه اونۍ کې، یو کس یې په کاپيسا ولایت کې د نظام ضد تبلیغاتو په تور، ۳۹ دورې وواهه او په یو کال او شپږ میاشتو زندان یې محکوم کړ. د طالبانو دغه کمسارۍ اقدام، د بشري حقونو د فعالانو غبرګون راپارولی دی. د دوی په باور، طالبان غواړي چې په افغانستان کې د ډار او وحشت په خپرولو سره مخالف غږونه چوپ کړي.
د طالبانو له لوري، په روان لمریز کال کې د بدني سزاګانو ډېرېدل، د ملګرو ملتونو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، چې په روان کال کې په عام محضر کې د اعدامونو او دورو وهلو پېښې د تېر کال په پرتله، دوه برابره ډېر شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ، وايي: «ما دغه راز، د علني اعدامونو او په عام محضر کې د خلکو د دورو وهلو د پېښو د زیاتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغو پېښو شمېرې، د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.»
د یوناما وروستي راپور،چې د روان زږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د خلکو د بدني سزاګانو شمېرې ښیي، راغلي چې د ۳۵ ښځو په ګډون ۱۷۹ کسان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري په دورو وهل شوې دي. ملګرو ملتونو همداراز، له طالبانو غوښتي چې په عاجله توګه په عام محضر کې د خلکو غیر انساني مجازات ودروي.
