نړۍ

امریکا په سوریه کې د داعش مرکزونه په نښه کړل

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) اعلان کړی چې په سوریه کې یې د داعش څو مرکزونه په نښه کړي دي.

سنټکام ویلي چې د دې بریدونو موخه په ټوله سیمه او نړۍ کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو او ملکي وګړو پر ګټو د بریدونو پلان، تنظیم او برید کولو لپاره د داعش وړتیا ختمول دي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې د دغو بریدونو د زیانونو ارزونه روانه ده. خو په ورته وخت کې ټینګار کوي چې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د يادولو وړ ده، چې شاوخوا ۹۰۰ امریکايي پوځیان په سوریه کې له نامعلوم شمېر قراردادیانو سره ځای پر ځای شوي دي او د دغو سرتېرو د حضور موخه د داعش ډلې د احتمالي بېرته راتګ مخنیوی بلل کېږي.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې په خونړیو او پراخو بریدونو کې د دغو دوو هېوادونو پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په ۲۰۱۸ کال کې یې تر ماتې وروسته زرګونه کسان ووژل او میلیونونه یې له ګواښ سره مخ او بې کوره کړل.

د ملګرو ملتونو یو راپور اټکل کوي چې داعش لا هم په عراق او سوریه کې له ۳زرو څخه تر ۵زرو پورې غړي لري.