ښځې

د خوړو نړیوال پروګرام له دوو میلیونو ښځو سره مرسته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال یې له شاوخوا څلور میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې نیمايي یې ښځې دي.

دغه سازمان پر اېکس ویلي چې دغه مرستې د نغدو پیسو په بڼه وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ښځې د عايد لاسته راوړلو لږ فرصت لري.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په هېواد کې زرګونه ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ رزق ګټونکې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر راتګ وروسته په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولى دى.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په درې کلنه موده کې د ښځو په وړاندې د څه باندې ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له خپلو اساسي، بشري او اسلامي حقونو او آزادیو بې برخې کړې دي.

تازه، طالبانو د «امربالمعروف او نهى عن المنکر تر سرليک لاندې قانون» له مخې په عامه ځایونو کې چې نارينه پکې حضور ولري د ښځو په غږېدو بندیز لګولی دی؛ داسې قانون چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.