ورزش

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د هانګ کانګ او عمان پر وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله د « نيو ایمرجېنګ اسیا جام» سیالیو کې د ګډون لپاره عمان ته روانه شوه.

په پام کې ده چې د هېواد د کرېکټ لوبغاړي په دې سیالیو کې د هانګ کانګ او عمان په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دا درې اړخېزه لوبې به په ۲۰۲۴ کال کې په عمان کې « نيو ایمرجېنګ اسیا جام اتلولۍ» تر عنوان لاندې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډلې تر دې وړاندې هم دې سياليو ته د چمتووالي په موخه په کابل کې تمريني لوبې ترسره کړې دي.