د هالنډ د دفاع وزیر روبن برکلمانس یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۵) کييف ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې ويلي چې هېواد به یې په اوکراین کې د پرمختللو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په برخه کې ۴۰۰ میلیونه یورو پانګونه وکړي او په راتلونکو میاشتو کې به دغه هېواد ته نورې اېف-١٦ جنګي الوتکې ورکړي.
د يادولو وړ ده، چې پر اوکراين د روسيې د پراخ يرغل له پيله نږدې درې کاله تېر شوي او اوکراين هڅه کوي، چې د ژمي په رارسېدو په ختيځ کې د روسي ځواکونو د پرمختګ او پر مهمو بنسټيزو تاسيساتو د بريدونو مخه ونيسي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي برکلمانس کیيف کې ويلي، «جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره شدیده کېږي او اوکراین لا زیاتې لواګانې جوړوي، چې ټول یې ملاتړ او پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري. موږ اړتیا لرو چې د ملاتړ دا دوامداره جریان وساتو.»
هغه زیاته کړه چې د ډرون عملي پلان به د اوکراین په نوښت د هالنډي پوهې سره یوځای د جګړې په ډګر کې کارول شوې ټیکنالوژي ښه کړي.
د هالنډ د دفاع وزیر وايي: «موږ به د څارنې بې پیلوټه الوتکو، ډېر دفاعي ډرون، او همدارنګه برید کونکي بې پیلوټه الوتکو په ګډون د بې پیلوټه الوتکو پر بېلابېلو ډولونو تمرکز وکړو. ځکه چې موږ ګورو چې اوکراین د پوځي تاسیساتو په نښه کولو لپاره ډېرو برید کونکو بې پیلوټه الوتکو ته اړتیا لري.»
د هغه په وينا، شاوخوا نيمايي پانګونه به په هالنډ کې وشي او پاتې به يې د اوکراين او نورو هېوادونو ترمنځ ووېشل شي. د هالنډ د دفاع وزیر زیاتوي که چیرې پرمختللې بې پیلوټه الوتکې بریالۍ شي نو د تولید د زیاتولو لپاره به نورې مرستې هم وشي.
د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، هالنډ له اوکراین سره د لس میلیارده یورو پوځي مرستې ژمنه کړې او تر اوسه یې شاوخوا څلور میلیارده یورو ورکړي دي.