د اسراييلي ورځپاڼي «هاآرتس» خبر ورکړی دی چې د بنيامين نتانياهو د حکومت چارواکي د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د يوې هوکړې پر امکان غور کوي چې په هغه کې له غزې څخه د حماس ډلې د مشر يحيي سنور وتل هم شامل دي.
د دغه راپور له مخې له غزې څخه له وتلو وروسته د سنوار لپاره وړاندیز شوی منزل سوډان دی.
د راپور پر بنسټ، د حماس مشر یحیی سنور او د دې ډلې نور لوړپوړي غړي اوس هم په غزه کې دې او اسراییلي چارواکي له دوی سره د یوې هوکړې پر امکان غور کوي.
په راپور کې راغلي چې دا هوکړه ښايي په غزه کې د حماس د واکمنۍ د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د یوې ستراتیژۍ برخه وي.
د دغه اسراٸيلي ورځپاڼې په وينا، په دې تړون کې ښايي د حماس د هغو شتمنيو خلاصول هم شامل وي چې سوډان درې کاله مخکې بندې کړې وې. د يادونې وړ ده، چې دغه بنديزونه وروسته له هغه ولګول شول، چې امريکا د سوډان نوم د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېست څخه لرې کړ.
د دغه راپور له مخې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو په وروستيو اوونيو کې څو ځلي ټينګار وکړ چې هغه د سنور او د حماس د نورو مخکښو مشرانو له وژلو سره لېوالتيا نه لري او د جګړې د ختمولو د هوکړې د يوې برخې په توګه درېيم هېواد ته د هغوي د ورتګ احتمال شته.
اسراییلي چارواکو هیله ښودلې چې سنوار به د ځمکې لاندې تونلونو کې د پټېدو پر ځای د غزې څخه درېیم هیواد ته تګ غوره کړي. دوی په دې باور دي چې په دې توګه هغه کولای شي د حماس بنسټونه ورغوي او په راتلونکي کې غزې ته بېرته ستون شي.