هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د ممبۍ ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ ٧ غړي مړه شوي دي.
پولیسو اعلان کړی چې اورلګېدنه د دغې ودانۍ ته څېرمه له یوه دوکان څخه پیل شوې ده.
د پولیسو په وینا د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
پولیسو ویلي دي چې د دغه پېښې په اړه يي څېړنې پیل کړي دي.