نړۍ

 په لندن کې د فلسطین ملاتړو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

په برېټانيا کې یوې ډلې د شنبې په ورځ (تلې ١٤مه) په لندن کې پر غزې او لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.

په داسې حال کې چې د فلسطین په خاوره کې جګړه يو کلنه کېږي، په دې لاريونونو کې خلکو د فلسطین د ازادۍ او په دې سیمه کې د «جګړې د درولو» غوښتنه وکړه.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې په دغو لاريونونو کې د اسرائیلو ملاتړي او د فلسطین  پلویان له یو بل سره مخامخ شول چې د پولیسو په مداخلې سره ودرول شول.

په لندن کې د فلسطینیانو لپاره د ۲۰مې اعتراضي لاریون په ترڅ کې د «همدا اوس اوربند»، «په روغتونونو او ملکي وګړو بمباري بنده کړئ» او «له سیند څخه تر سمندر پورې، فلسطین به ازاد شي» شعارونه اورېدل کېدل او د «له لبنان څخه لاسونه لنډ کړٸ» په څېر شعارونه ورکړل شول.

د يادولو وړ ده، چې يو شمېر لاريون کوونکو پوسترونه نيولي وو، چې «د سټارمر لاسونو په وينو ککړ دي» ليکل شوي و.

۲۸ کلن زکریا بکر چې په دغه لاریون کې یې ګډون کړی و، دغه خبري اژانس ته ویلي چې دوی په ټوله برېټانيا کې لسګونه لاریونونه کړي دي. هغه زیاته کړه: «هر څوک بدلون غواړي؛ خو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او هیڅ بدلون نه کوي.»

په عین حال کې، د لندن میټروپولیټن پولیسو د لاریون په اړه پراخه عمليات پیل کړي او پداسې حال کې چې لاریون په پراخه کچه سوله ييز و، یو شمیر کسان د بېړني کارمندانو سره د نښتې په تور ونیول شول.

د يادولو وړ ده، چې په تېرو مياشتو کې په لندن او د برېټانيا په نورو لويو ښارونو کې د فلسطين په ملاتړ لاريونونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراٸیلو په ځوابي پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۱زره۸۲۵ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي، او دا شمېره د ملګرو ملتونو له خوا کره بلل شوې ده.