نړۍ

 نتانیاهو: اسراٸیل حق لري چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ورکړي

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د شنبې په ورځ (تلې۱۴مه) يو ځل بيا ټينګار وکړ چې ايران ته به د تېرې اونۍ د باليستيکي توغنديو د بريدونو ځواب ورکړي او ويې ويل: «اسرائيل د ځواب ورکولو حق لري او دا کار به ترسره کړي.»

د اسراٸيلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، بنیامین نتانیاهو په تل آويو کې د کریا په پوځي مرکز کې وویل: «په نړۍ کې هیڅ هېواد به په خپلو ښارونو او اتباعو دا ډول برید ونه مني او اسراییل يې هم نه مني. اسراییل دنده او حق لري چې له ځانه دفاع وکړي او دغو بریدونو ته ځواب ورکړي او دا کار به کوي.»

دغو رسنیو ویلي دي چې ایران د سه شنبې په ورځ (تلې ۱۰) د ۱۸۰ بالستیک توغندیو په بریدونو سره  په اسرائیلو کې زیانونه اړولي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د ایران زیاتره توغندي د اسرائیلو د هوايي دفاع له خوا شنډ شوي او یا په ازادو سیمو کې ویشتل شوي دي. خو دې برید ۱۰ میلیونه اسراٸیلیان پناه اخيستلو ته اړ کړي او د یوه ښوونځي په ګډون یې ملکي جوړښتونه زیانمن کړي دي.

د اسراییل پوځ مخکې ویلي وو چې ځواب به یې «جدي او مهم» وي.

د ایران توغندیز برید، په روان کال کې د خپل ډول دوهم برید دی چې په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله سره د جګړې په منځ کې ترسره شو.

ایران ویلي چې دا توغندي یې د هغو بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو توغولي چې په کې د لبنان د حزب الله مشر، په تهران کې د حماس مشر او د سپاه پاسداران جګپوړي قوماندان وژل شوي وو.

دغه هېواد د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د لوړپوړي قوماندان جنرال عباس نیلفروشان وژل کېدو ته اشاره کړې، چې دواړه تېره اونۍ په بیروت کې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

ایران همداراز د حماس د پخواني سياسي مشر اسماعیل هنيه چې په تهران کې ووژل شو او دا برید په پراخه کچه اسراییلو ته منسوب شو، یادونه کړې ده.

د يادولو وړ ده، چې د نتانياهو په دې وينا کې زياتره خبرې د لبنان پر جګړې متمرکزې وې. چې په وينا يې اسراٸیل «په شمال کې د ځواک توازن» بدلوي.

د جګړې له پیل چې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیلو له ویجاړونکي برید سره پیل شوه،یو کال وروسته دغه هېواد پوځ اوس له حزب الله سره چې ویل کېږي ایران یې ملاتړ کوي او په غزه کې د حماس ډلې سره په جګړه بوخت دي.

په وروستیو اونیو کې اسراییل خپل پوځي تمرکز شمال ته اړولی دی. چیرې چې د اکتوبر راهیسې د حزب الله نږدې هره ورځ د توغندیو او ډرون بریدونو له امله له ٦٠زره څخه ډېر اسراٸیلیان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.