نړۍ

 اسراٸيلو دغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر ورتګ بندیز ولګاوه

د اسراٸيلو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ وویل دغه هیواد ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش د ننوتلو مخه نیسي ځکه چې «په واضح ډول» د ایران لخوا پر اسراٸیلو د توغندیزو بریدونه يې نه دي غندلي.

د سه شنبې په ورځ ایران تر ۱۸۰ ډېر بالستیک توغندي پر اسرائیلو وتوغول.

ډيری دا توغندي په هوا کې شنډ شوي، خو ځینې یې د اسراٸیلو د توغندیو دفاعي سیسټمونو څخه تېر شوي. که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه اسراییلو ته زیان ښيي، خو په دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شو.

ګوترش سه شنبې په ورځ په یوه لنډه خبرپاڼه کې په منځني ختیځ کې وروستي بریدونو ته اشاره کړې او دا یې د «جګړې وروسته د جګړې د زیاتوالي» په توګه وغندل.

په همدې ورځ اسراييلو د لبنان جنوبي سيمو ته پوځيان لېږلي وو.

د رویټرز په وینا، د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز ويلي چې پر اسرائيلو د ایران د برید په کلکه غندنه کې د ګوتیرش پاتې راتلل هغه په ​​​​اسرائیل کې یو نامنل شوی او نامطلوبه شخص کړی دی.

ښاغلي کاتز وویل:«هر هغه څوک چې په ښکاره توګه د نړۍ د هر هېواد په څیر په اسراییلو باندې د ایران وحشیانه برید نه شي غندلی، د اسراٸيلو په خاوره کې د پښو اېښودلو حق نه لري.»