نړۍ

 روته وايي د روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارولو «سمدستي ګواښ» نه ویني

د ناټو نوی سرمنشي مارک روته وايي، د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو کوم «سمدستي ګواښ» نه ویني.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي روته ویلي، په داسې حال کې چې دی د اوکراین د دې حق ملاتړ کوي چې د روسیې په خاوره کې دننه پر اهدافو بریدونه وکړي. خو دا په متحدینو پورې اړه لري چې محدودیتونه لرې کړي. هغه د ناټو له هېوادونو وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو لېږلو ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه: «هرڅومره چې موږ اوس له اوکراین سره مرسته کوو، په هماغه اندازه به جګړه پای ته ورسېږي.»

مارک روته وايي: « د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د پوتين د پرېښودو په پرتله، د اوکراین د ملاتړ لګښت به د هغه څه په پرتله خورا لږ وي چې موږ یې تادیه کوو.»

هغه همدا راز د ناټو غړیتوب ته د اوکراین د نږدې کېدو په برخه کې خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د ناټو دغه چارواکی زیاتوي چې د اوکراین د جګړې په ډګر کې وضعیت؛ چیرې چې روسیه ورو خو په ثابت ډول پرمختګ کوي ستونزمن دی.

خو ښاغلي روته همداراز ویلي چې د روسیې لاسته راوړنې محدودې دي او په دروند لګښت راځي او زیاته کړې یې ده چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ روسي پوځیان د اوکراین د جګړې په ډګر کې وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ ويلي چې مسکو په دې غور کوي چې ایا د اوکراین په څېر د یو غیر اټومي دولت لخوا چې د اتومي وسلو لرونکي هیواد لخوا ملاتړ کیږي یو «ګډ برید» وګڼل شي.

د پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوکراین هڅه کوي د روسیې دننه د پوځي پوستو پر وړاندې د لوېدیځ د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې مارک روته د ناټو د عمومي منشي په توګه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل چې د سرمنشي په توګه د ده په دوره کې؛ د اوکراين ملاتړ، د ناتو د ډله ييزې مبارزې پياوړتيا او د نړۍ په نورو برخو لکه د هند- پاسفيک سيمه کې د اړيکو جوړول درې لومړیتوبونه دي.