د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک په څنډه کې د زده کوونکو په یوه بس کې د اور لګېدو له امله شاوخوا ۲۵ کسان مړه شوي دي.
په دغه بس کې چې ۴۴ محصلین او استادان پکې سپاره وو، د سه شنبې په ورځ د علمي سفر پر مهال اور واخيست.
د راپورونو له مخې، ۱۶ زده کړيالان او ۳ استادان په روغتون کې بستر شوي دي.
تر اوسه د نورو سپرليو په اړه څه نه دي ویل شوي.