نړۍ

امریکا منځني ختیځ ته د امنیت د ټینګښت لپاره نور ځواکونه واستول

متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور د څو زرو اضافي سرتېرو او د جنګي الوتکو او نورو الوتکو په لېږلو سره د امریکایي او متحدینو د ځواکونو د ساتنې لپاره زیات کړی دی.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، له دې پرېکړې سره په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ټولټال شمېر ۴۳ زره کسانو ته ورسېد، چې تر ۱۲ ډېر جنګي بېړۍ هم پکې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې پر لبنان باندې د اسراٸیلو د وروستیو بریدونو زیاتوالی چې په هغو کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د دې ډلې د څو تنو قومندانانو او لوړ پوړو چارواکو د وژل کېدو په ګډون د شخړو د زیاتېدو په سترګه کتل کیږي، په منځني ختیځ کې د «هر اوخېزې» جګړې د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټین په حواله ویلي، دوی د هر ډول بېړني حالت سره د مقابلې لپاره د اضافي امریکايي ځواکونو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده.

عموما، شاوخوا ٣٤زره امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتو په مرکزي قوماندې (سنټکام) کې ځای پر ځای شوي، چې ټول منځني ختیځ تر پوښښ لاندې نيسي. دا شمېر د اسراٸیل او حماس د جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ زره کسانو ته لوړ شو. ځکه سیمې ته اضافي کښتۍ او الوتکې استول شوې دي.

اوس دا شمېره شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته لوړه شوې ده. کله چې لویډ آسټین په سيمه کې د دوو الوتکو وړونکي او جنګي کښتۍ د پاتې کېدو امر وکړ؛ ځکه چې د اسراییلو او لبنان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

امریکايي چارواکو د اسراییلو د دفاع او د امریکا او متحدینو د پرسونل او شتمنیو د ساتنې لپاره د مرستو د زیاتوالي یادونه کړې ده.