نړۍ

 د حزب الله د مشر د وژلو په اړه غبرګونونه: ګوترش په سیمه کې د «هر اړخېزې» جګړې خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې تلويحا په سیمه کې د یوې «هر اړخېزې جګړې» خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي چې هغه په ​​بیروت کې د پېښو د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغه پر اېکس لیکلي: «زه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بیروت کې د پېښو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لرم. “د تاوتریخوالي دا دوره باید اوس ودرېږي.»

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله، د هغه لور زینب نصرالله او د ایران د سپاه پاسداران اردو عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان د جمعې په ورځ د بیروت په جنوب کې د ضاحيه په سیمه کې د اسرائیلو په برید کې ووژل شول.

خو ښاغلي ګوترش په سیمه کې د «بشپړې کچې»جګړې خبرداری ورکړ او ویلي يې دي چې ټولې خواوې باید د «تسلط له څنډې» څخه ووځي، د لبنان خلک، د اسراییل خلک او همدارنګه د سیمې خلک. «هر اړخېزه جګړه» نشي زغملی.

دا په داسې حال کې ده، وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله په جنوبي بیروت کې د اسرائیلو په برید کې ووژل شو، ایران په لبنان او سیمه کې د اسرائیلو د اقداماتو په تړاو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګروملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ايرواني دغې شورا ته په یوه لیک کې ويلي: «ایران په خپلو ډیپلوماټیکو ځایونو او نمایندګیو باندې د هرډول بريد په وړاندې چې د ډیپلوماټیکو اوکونسلی ځایونو د مصٶنیت د اساسی اصولو خلاف دی په کلکه خبرداری ورکوی او ټینګار کوی. چې د دا ډول تېرې تکرار به ونه زغمي.»

د یادولو وړ ده چې د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نیلفروشان هم د بیروت په جنوب کې د ضاحيه پر ښار د اسراییلو د برید یو له قربانیانو څخه دی.

په عین حال کې په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر په دغه لیک کې زیاته کړې: «ایران به د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له خپلو ذاتي حقوقو په استفادې سره د خپلو مهمو ملي او امنیتي ګټو د دفاع لپاره له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړی.»

په دغه لیک کې امیر سعید ایرواني د شنبې په ورځ (تلې ٧مه) د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده. سره له دې چې په نیویارک کې پر ځايي وخت د دې ورځې له پای ته رسېدو څو ساعته تېرېږي، خو دغې شورا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.