ورزش

د اسیا له ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو جام ته د غوراوي پړاو: افغانستان د استرالیا پر وړاندې ميدان ته ځي

افغانستان به نن (دوشنبه) د اسټرالیا پر وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۲۰ کلنو کم عمره ځوانانو ملتونو جام ته د غوراوي په پړاو کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ دقيقې په سعودي عربستان کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې افغانستان په (ډي) ګروپ کې له سعودي عربستان، فلسطین، اسټرالیا او ماکاٸو سره سیالي کوي.