نړۍ

 شمالي کوریا نوي بالستیک او کروز توغندي وازمویل

شمالي کوریا د چهارشنبه په ورځ د لویو جنګي او کروز توغندیو په کارولو سره نوي تاکتیکي بالیسټیک توغندي و ازمویل.

رویټرز د شمالي کوریا د دولتي اژانس په حواله ویلي چې دا ازمايښت د دغه هېواد د مشر کېم جونګ اون په حضور کې ترسره شو.

د شمالي کوریا مشر د دغو توغندیو د ازمایښت پر مهال د دغه هېواد د دودیزو وسلو او اټومي وړتیاوو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

کېم جونګ اون ویلي، د وسلو د وړتیاوو د لوړولو لپاره دا ازمايښتونه اړین دي ځکه چې د هېواد امنیت ته يې د بهرنیو ځواکونو جدي ګواښ متوجه دی.

د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا تېره اونۍ د يورانيمو د غني کولو خپله لومړنۍ دستګاه پرانستله.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، ګمان کېږي، چې د شمالي کوریا ځینې نوي لنډ واټنه تاکتیکي بالستیک توغندي روسیې ته صادر شوي دي.

تر دې مخکې یو شمېر خپلواکو کارپوهانو او اوکرایني چارواکو ویلي وو، داسې نښې نښانې شته چې د دغه هېواد پر وړاندې په جګړه کې د روسیې له خوا کارول شوي ځینې توغندي د شمالي کوریا له خوا جوړ شوي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او امریکا د پوځونو پر پوځي تمریناتو نیوکه کړې، چې په کې د لویو پوځي تمرینونو په ګډون چې سږ کال د کوریا په ټاپو وزمه کې د جګړې لپاره د چمتووالي په توګه ترسره شو هم شامل دى.

خو امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ویلي دي چې دا تمرینونه په دفاعي بڼه لري او د شمالي کوریا د هر ډول تېري په وړاندې د چمتووالي ساتلو په موخه ترسره شوي دي.