ښځې

رینا امیري: افغان مېرمنې موږ د خپلو حقونو د دفاع لپاره مسٶل ګڼي

په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په البانیا کې د دغه هېواد د ښځو د حقونو د فعالانو له غونډې سره په خبرو کې ويلي، چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه د دفاع په برخه کې دوی مسؤول ګڼي.

رینا امیري پر اېکس لیکلي چې طالبان د خپلو ۹۰ مې لسیزې  سختدريځه سیاستونو ته راستانه شوي او «جنسيت پر بنسټ ځورونې» ته دوام ورکوي.

هغه زیاتوي چې له دې ټولو سره سره افغان مېرمنې په هېواد کې دننه او بهر متحرکې دي او «هېڅکله نه تسلیمېږي».

د امریکا ځانګړي استازې زیاته کړې چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوازې د افغانستان لپاره نه ده؛ بلکه، په هر ځای کې به پایلې ولري.

 د يادولو وړ ده، چې د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د البانیا په پلازمېنه کې له افغانستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۱۴۰ فعالو مېرمنو درې ورځنۍ غونډه وکړه.

د دې غونډې برخه والو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د «بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو» په خاطر د طالبانو د حساب ورکولو لپاره پرېکنده اقدام وکړي.

په دغه پرېکړه لیک کې له نړۍ  غوښتل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» د «بشریت ضد جرم» په توګه په رسميت وپېژني.

دغه مېرمنو ويلي، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د یوه داسې مشروع حکومت رامنځته کول، چې د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو او نارینه وو مساوي ونډې تضمینوي، د ګډونوالو له ګډو هیلو څخه ده.

د دې پرېکړه ليک پر بنسټ، په البانيا کې د غونډې برخه والو هوکړه کړې وه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو لپاره د «سياسي منشور» د جوړولو لپاره د ژوند له ټولو برخو څخه د ډلو او اشخاصو په ګډون يوه کاري ډله جوړه کړي.

په  یاد پرېکړه ليک کې راغلي چې طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د «عامه سرغړونو» مسٶل دي، او د حساب ورکوونې بنسټونه لکه د جرمونو نړيواله محکمه بايد پياوړې او وکارول شي څوطالبان حساب ورکولو لپاره اړ اېستل شي.