یوناما تاییدوي، چې د هېواد پر یو شمېر سیمو د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې دیارلس ملکیان وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوې دي.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه بنسټ وایي، چې ښځې او ماشومان هم د وژل شویو او ټپيانو په ډله کې دي، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د ملکي وګړو مرګژوبله ردوي او ټینګار کوي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په درېیو ولایتونو کې په خپلو هوايي بریدونو کې د «ټيټيپي» ۲۶ غړي وژلي دي.
په همدې حال کې طالبانو د دغو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر، احضار کړی دی.
