نړۍ

پزشکيان : زما د دندې د پيلېدو راهیسې، روسیې ته هیڅ توغندی نه دی استول شوی

مسعود پزشکيان وايي، له هغه وخت راهیسې چې د ایران د ولسمشر په توګه یې کار پیل کړی، دغه هېواد روسیې ته توغندي نه دي لېږلي؛ خو ټینګار يې کړی چې ایران به خپل توغندیز پروګرام پرمخ وړل پرېنږدي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه په ​​یوه خبري کنفرانس کې وویل: «که موږ د غزې په څېر توغندي ونه لرو، دوی  هر کله چې وغواړي پر موږ به بمونه وغورځوي.»

تر دې مخکې د جي ۷ ډلې غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه  کې روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې په دې برخه کې به اقدام وکړي.

خو د ایران ولسمشر وايي: «شونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توغندیو تبادله شوې وي؛ ځکه چې دا منع شوي نه وو؛ خو له هغه وخته چې ما دنده پيل کړې، روسيې ته مو هېڅ څه نه دي ورکړي. موږ په دې موده کې روسیې ته کوم توغندی نه دی ورکړی.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پزشکيان د یمن حوثيانو ته د ایران لخوا د هایپرسونیک توغندیو استول هم رد کړل.

مسعود پزشکيان دې حقیقت ته په اشارې سره چې د ایران او حوثيانو نظرونه د اسراییلو په وړاندې «همغږي» دي ، وویل: «ایران نشي کولی یمن ته هایپرسونیک توغندي واستوي. «موږ په ایران کې دا ډول توغندی نه لرو..»

نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې زیاته کړې چې د یمن حوثیان د هایپرسونیک توغندیو د جوړولو او په خپله د تولیدولو ټکنالوژي لري.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، برېټانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي ټولنې د ایران له خوا روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو راپورونه تایید کړي او پر ایراني اشخاصو او بنسټونو یې نوي بندیزونه لګولي دي.