د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر او د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې د ده د وژنې د دویمې هڅې انګېزه د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن او د هغه د مرستیالې کامالا هرېس د «تحريکوونکو» څرګندونو څخه اغېزمنه ده.
ښاغلي ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ويلي چې د هغه وژنې د دويمې هڅې عامل « د بايډن او هرېس په خبرو باور درلود» او عمل یې وکړ.
هغه په دې مرکه کې ټینګار وکړ: «د بایډن او هرېس خبرې د دې لامل شوې چې پر ما ډزې وشي.»
ډونلډ ټرمپ وايي، د امریکا ولسمشر او د هغه مرستیالې مخکې له دې هغه د «ډیموکراسۍ پر وړاندې ګواښ» بللی و.
د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د دې دسیسې په شنډولو کې د امریکا د استخباراتو او د امریکا د پولیسو د پر وخت اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل: «دوی په زړه پورې کار وکړ.»
ښاغلي ټرمپ فاکس نیوز ته همداراز ويلي چې هغه به امریکا وژغوري. پداسې حال کې چې بایډن او هرېس يې له دننه او بهر څخه ویجاړوي.
د ټرمپ د دې دریځ په غبرګون کې جوبایډن ټینګار کړی چې هغه تل د هر ډول سیاسي تاوتریخوالي پر ضد دی او هغه یې غندي.