د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي ٧» ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه خبرپاڼې کې له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو د لېږد په اړه سخت غبرګون وښود.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، برېټانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپايي ټولنې له عالي استازې سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ایران له خوا روسيې ته دبالستیک توغندیو صادرول او د روسیې لخوا د هغو پېرل “په قوي احتمال سره غندي” او په دې برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.
د اووه کسیزې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي دي: «شواهد ښیي چې ایران د نړیوالو له پرله پسې غوښتنو سره سره روسیې ته د وسلو سپارلو ته دوام ورکړی او دې کار د اوکراین په وړاندې د روسیې له یرغل څخه د ایران پوځي ملاتړ لا پسې پیاوړی کړی دی.»
د اووه کسیزې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز ویلي، چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون له ایراني وسلو څخه د اوکراین د ملکي وګړو د وژلو او د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو د برید لپاره کار اخیستی او د روسیې دا تېری د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
په دغه خبرپاڼه کې له ایرانه غوښتل شوي چې سمدستي د اوکراین په وړاندې د روسیې له غیر قانوني او غیر عادلانه جګړې څخه خپل ټول ملاتړ ودروي او د بالستیک توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او اړوندو ټیکنالوژیو لېږد چې دغه ډله يې د اوکراین د خلکو او اروپا او نړۍ امنیت لپاره مستقیم ګواښ بولي، ډډه وکړي.
د جي ٧هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې دوی ژمن دي چې ایران په اوکراین کې د روسیې د غیرقانوني جګړې د نه منلو وړ ملاتړ لپاره، چې نړیوال امنیت نور هم زیانمنوي، حساب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر دغه هېواد د لوېدیځ د نویو بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې ده.
عباس عراقچي په ایران باندې د لوېدیځ بندیزونه یوه ناکامه وسیله وبلله او په عین حال کې یې وویل: « د ایران حکومت هېڅکله د اختلافي مسائلو د هواري لپاره له رغنده خبرواترو څخه لاس نه دی اخیستی او زیاته یې کړه: خو خبرې اترې باید د متقابل احترام پر بنسټ وي. نه ګواښونه او فشار.»
ښاغلي عراقچي روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه د لوېدیځو چارواکو د څرګندونو په اړه په ټینګار سره وویل:«هغه هېوادونه چې یو وخت یې پر موږ د اغزن تار له امله بندیزونه لګولي وو، اوس داسې یوې مرحلې ته رسیدلي چې پخپله ادعا کوي چې ایران پرمختللې وسلې صادروي او پلوري. دا د بندیزونو پایله وه.»
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ روسيې ته د ايران د بالستيک توغنديو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، چې امريکا او بيا اروپايي ټولنې په جلا جلا توګه دغه راپورونه تاييد کړل.