د نایجیریا سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د زامفارا ایالت په یوه سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې یوه لرګينه کښتۍ چې ۷۰ تنه کروندګر په کې سپاره وو د سیند څخه د تېرېدو په موخه د ګومي ښار ته څېرمه کرنیزو ځمکو ته د رسېدو په حال کې وه ډوبه شوه.
د رویټرز په وینا، ځایي چارواکو په چټکۍ سره د ژغورنې عملیاتو لپاره ځایي اوسېدونکي راټول کړل او له دریو ساعتونو وروسته یې شپږ کسان له اوبو څخه را ایستلي دي.
امینو نوهو فلاله چې د ژغورنې د هڅو مشري یې کوله وویل:«
دا دوهم ځل دی چې د ګومي سیمه يیز حکومت سیمه کې دا ډول پېښه رامینځته کیږي.»
رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې هره ورځ له ۹۰۰ ډېر کروندګر خپلو کرنيزو ځمکو ته د لاسرسي لپاره له دغه سيند څخه تېرېږي. خو دا سيند یوازې دوه کښتۍ لري، چې ډېری وختونه د ګڼې ګوڼې لامل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د نایجیریا د زمفارا ایالت د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو سخته ځپلې او د دغه هېواد د سیمه يیزو چارواکو په وینا دوه اونۍ وړاندې سېلابونو تر لس زره زیات ځايي اوسیدونکي بې ځایه کړي دي.