ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د سیستان او بلوچستان ایالت په میرجاوه ښارګوټي کې د وسله والو په برید کې درې سرحدي ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
جیش العدل د دغه برید مسوولیت منلی دی.
جیش العدل ډلې په سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاه پاسداران له ځواکونو او ایراني پوله ساتو سره څو ځلې نښتې کړي او یو شمېر یې یرغمل کړي او یا یې وژلي دي.
دغه وسله واله ډله د امریکا په ګډون د اسلامي جمهوریت او څو غربي حکومتونو له خوا د «ترهګريز سازمان» په نوم پیژندل کیږي.
په دې وروستیو میاشتو کې په سیستان او بلوچستان کې چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري، پر ایراني امنیتي ځواکونو او پوله ساتو د بریدونو شمېر زیات شوی دی.