نړۍ

د غزې په سویل کې د اسراٸیلو په برید کې ۱۹ تنه ووژل شول 

د غزې د تړانګې په جنوب کې د المواصي په سیمه کې چې اسراٸيلو خپله د بې ځایه شویو خلکو لپاره د بشردوستانه سیمې په توګه ټاکلې، د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

د سي اېن اېن د راپور له مخې، اسراٸیلو ویلي چې په دې برید کې یې د حماس ځواکونه په نښه کړي دي.

خو حماس ویلي دي چې په دې سیمه کې د دوی ځواکونو شتون نه درلود.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه  کې په الموصي سیمه کې د خپلو ځواکونو د شتون په اړه د اسرائیلو ادعاوې «یو ښکاره درواغ» بللي او ویلي یې دي، چې اسرائیل غواړي دغه «وحشیانه جنایتونه» توجیه کړي.

په همدې حال کې د اسرائیلو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه  کې ویلي: «موږ د حماس مهم ترهګر په نښه کړي چې د قوماندې او کنټرول په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي وو او په بشري سیمه کې یې فعالیت کاوه.»

د اسرائیلو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې په نښه شويو کې په غزه کې د حماس د هوایی څانګې مشر سامر اسماعیل خضر ابو دقه، د حماس د پوځی استخباراتو د مرکز د څارنې او هدفونو د څانګې مشر اسامه تابش او د دغې ډلې جګپوړی جنګیالی ایمن محبوب هم شامل دی.

خو د خان یونس له ناصر روغتون څخه د سي اېن اېن خپاره شوي انځورونه ښيي چې په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د خوندي سیمو په توګه په ټاکل شویو سیمو کې د اسراٸيلو بریدونه غندلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا پر اسراٸيلو تور پورې کړی چې«په غزه کې فلسطینیان د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د خوندیتوب، مناسب استوګنې یا بېرته ستنېدو حقیقي تضمین پرته له یو ځای څخه بل ځای ته تېښتې ته اړ کوي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم دغه برید په کلکه غندلی او د هغه ویاند سټیفن دوجاریک د الموصي په څېر په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو کارول د «له تصور لرې» بللي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه کسان بې کوره شوي دي او اسرائیلي پوځ د غزې د تړانګې د شاوخوا ۸۶ سلنه سیمو د تخليې امر کړی دی.