د یکشنبې په ورځ د نایجیریا په شمال کې د تیلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل شول.
د رویټرز په وینا، د نایجر په شمال کې د نایجیریا د بحران مدیریت ادارې اعلان وکړ چې د تېلو یو ټانکر د مسافر وړونکي موټر سره ټکر کړی.
په پېښه کې څو نورو موټرو ته هم اور غځېدلى دی.
د دغې ادارې ویاند حسین ابراهیم د تلفاتو شمېر ۴۸ تنه اعلان کړى دى.
د ژغورنې ډلې لا هم د سیمې د پاکولو هڅې کوي.
د نایجیریا د تېلو دولتي شرکت تیره اونۍ د تېلو بیه لږترلږه ٣٩ سلنه لوړه کړه، دا په یوه کال کې دوهم لوی زیاتوالی دی.